د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزیر د افغان محصلینو د ستونزو د حل پۀ موخه پاکستان ته لاړ 

0
203

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزیر د افغان محصلینو د ستونزو د حل پۀ موخه پاکستان ته لاړ 

  ښاغلي منصور خان په خپله ټوېترپاڼه لیکلي وو، چې ټاکل شوې ښاغلى حقاني د لـوړو زده کړو په برخه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د همکاريو پراخولو په هدف د يو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي.

 

(2021 / 12 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

راپورونه وايي چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبذالباقي حقاني د افغان محصلینو د ستونزو اورېدو او حل پۀ موخه نن د یو لوړ پوړي پلاوي پۀ ملتیا پاکستان ته لاړ.

نوموړی به دغه راز د افغان محصلینو لپاره د برسونو او په تحصیلي برخو کې د دوه اړخیزه همکاريو په باب له پاکستاني اړخ سره خبرې وکړي.

د یادونې ده چې ښاغلي حقاني تر دې وړاندې تېره ورځ هم په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور خان سره لیدلي وو.

ښاغلي منصور خان په خپله ټوېترپاڼه لیکلي وو، چې ټاکل شوې ښاغلى حقاني د لـوړو زده کړو په برخه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د همکاريو پراخولو په هدف د يو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي.

اړوند موضوعات: 

د لوړو زده کړو د وزیر وروستیو څرکندونو یو ځل بیا د خلکو غوسې راپارولي

د ا.ا.ا لوړو زده‌کړو وزیر په داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې د تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې په افغانستان کې دولتي پوهنتونونه د هلکانو او نجونو پرمخ تړل شوي پاتې دي.

Leave a reply