د ډان ورځپاڼې د راپور پۀ حواله، پاکستان د میلیونونو کلدارو پۀ ارزښت بشري او روغتیايي مرستې افغانستان ته ورکوي

0
199

د ډان ورځپاڼې د راپور پۀ حواله، پاکستان د میلیونونو کلدارو پۀ ارزښت بشري او روغتیايي مرستې افغانستان ته ورکوي

د ډان په وینا، د 25 ملیون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د درملو لومړۍ کښتۍ له کراچۍ څخه د ویروسي ناروغیو درملنې ، د لویانو ترمینځ د عامو ناروغیو لپاره عادي درمل او په بیړني حالت کې د کارونې تجهیزاتو ذخیره کولو لپاره لیږل شوي.

 

(2021 / 12  / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ډان ورځپانې اسلام آباد چاپ راپور ورکړی چې پاکستان افغانستان ته د میلیونونو روپیو طبي سامان الات ورکړي او له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

یادې ورځپاڼې د قوس د مياشتې په ١٤مه، د پاکستان د صنعتي سرچينو په حواله ليکلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو مرستو د پياوړتيا په موخه، چې له جدي طبي او روغتيايي ننګونو سره مخ دى، افغانستان ته د وړيا درملو مرسته پيل کړې ده.

د ډان په وینا، د 25 ملیون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د درملو لومړۍ کښتۍ له کراچۍ څخه د ویروسي ناروغیو درملنې ، د لویانو ترمینځ د عامو ناروغیو لپاره عادي درمل او په بیړني حالت کې د کارونې تجهیزاتو ذخیره کولو لپاره لیږل شوي.

د درملو سربیره، په دې مرستو کې ویلچیرونه او طبي تجهیزات شامل دي.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې ټاکل شوې په راتلونکې یوه اونۍ کې د ۱۰۰ میلیونو پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د دغه ډول مرستې یوه بله کښتۍ هم واستول شي.

اړوند موضوعات: 

پاکستان افغانستان سره د ۵ پینځه میلیارد ډالر بشري مرستې کوي: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان روغتیايي سیستم د سقوط په درشل کې دی.

طالبانو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.

 

Leave a reply