پاکستان افغانستان سره د ۵ پینځه میلیارد ډالر بشري مرستې کوي: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر

0
193

نصیب شاه شینواري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ کښې د پاکستاني چارواکو یو لوړ پوړه پلاوی د کابل یوه ورځنې دوره مکمل کړه، په دې سفر کښې د پاکستان حکومت له لورې افغان اولس لپاره بشري مرستې، په پوله مسافرو له اسانتیاوې او د دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکولو لپاره ډیرې لوی پریکړې وشوې.

د شاه محمود قریشي او د اسلامی امارت په ګډه خبري غونډه کښې ، قریشي اوویل چې د پاکستان له لوري به د افغانستان اولس ته پنځه میلیارده بشري مرستې ورکړل شي اوپه پاک افغان پوله تورخم به ناروغانو ته د راتګ پر مهال ویزې ورکړل شي.
قریشي زیاتوي چې د افغانانو لپاره په تورخم پوله د پي سي آر لابراتوار ټسټ ختم کړې شوې دې او افغان سوداګرو ته به په تورخم پوله د یوې میاشتې ویزه هم ورکړل شي.
نوموړي قریشي وایی چې پوله به د دوه اړخیز تجارت لپاره 24 ساعته خلاصه وي او د پیاده مسافرو لپاره به پوله ۱۲ ساعته پرانستې وي.
د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکولو لپاره به د افغانستان ګاړو ته اجازت ورکړې شي چې دوی پیښور او کراچي ته سفر وکړی او تجارتي او نور د افغان ټرانزټ ټریډ تجارتی مالونه ددې ښارونو نه افغانستان ته منتقل کړي.
قریشي وایی چې د غلام خان او خرلاچي سرحدونو باندې هم کار روان دی او ډیر زر به د دواړه لارې هم د ترافیکو پرمخ خلاصې شي.
نوموړی وایی چې هغه میوې او سبزیجات چې له افغانستان څخه پاکستان ته راځي ، په دې باندې به مالیه نه وي چې سوداګرو ته ګټه وشی، زیاته ی کړه چې په کابل کښې د پاکستان سفارت به وکولی شې چې افغان سوداګر ته د پینځو ۵ کالو لپاره ملټي انټر ویزې هم جاري کړي.
یاده دې وی چې په تورخم پوله رسنیو ته افغان وګړو او افغان سوداګرو د پاکستان د پوله څخه د سفري بندیزونو لرې کولو پریکړې او اعلان ډیره ستاینه کړي او ویلي ی دي چې دې سره به د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت ډیره وده ومومي.
یاده دې وی چې نن د پاکستان له لوري په تورخم پوله سفري بندیزونه لرې کړې شو، هر افغان چې قانوني د پاکستان ویزا ولري کولې شي چې پاکستان ته را داخل شي.
څرګنده دې وی چې په ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ چې امریکا او نیټو ځواکونه د افغانستان څخه اووتل نو نن هم د پاکستان سفارت خانه پرانستې ده او افغان اولس لپاره خدمت کوي، د کورونا وایرس د وبا باوجود د افغانستان مریضانو ته د پاکستان سفارت له اړخه ویزې جاري کیدلې او افغانان به پاکستان ته د علاج لپاره راتلل.
د باغي پښتو ټي وي دې خبر سره نور تړلي خبرونه هم اوګورې.
……………………………………..

په تورخم پوله به افغانانو ته اسانتیاوې پیدا شي: متقی


……………………………………..

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په دوره پایه تخت کابل ته رسیدلې


……………………………………..

Leave a reply