په افغانستان کښې القاعده شتون لري: د سعودي عرب پخواني د استخباراتو مشر دعوی

باغي ټي وي رپورټ
د سعودي عرب یو پخواني د استخباراتو ریس شهزاده ترکي الفیصل د بي بي سي پښتو سره په یو ځانګړې مرکه کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې وس هم د القاعده ګروپ شتون لری.
عرب شهزاده وایی چې زه د خپلو معلوماتو له رویه وایم چې په افغانستان کښې وس هم د القاعده تنظیم شته او طالبان ورسره اړیکي لري. شهزاده ترکي وایی چې سعودي عرب د طالبانو حکومت په رسمي توکه ځکه نه پیژني او نه تسلیموی چې طالبان د القاعده سره اړیکې لري.
شهزاده وایی چې زه په حکومت کښې نه یم ، ماله استخباراتي معلومات نه راځي خو د خپلو معلوماتو له رویه وایم چې په افغانستان کښې القاعده ګروپ شته او څه طالبان ورسره په اړیکه کښې دي.
هم په دې مرکه کښې د عرب شهزاده او د سعودي عرب پخوانۍ د استخباراتو مشر دا الزام چې القاعده په افغانستان کښې شتون لري ، د افغانستان اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي دا تور رد کړو او وې ویل چې د اسلامی امارت او د امریکا ترمینځ چې کومه معاهده شوې ده د هغه له رویه د افغانستان خاوره به د امریکا یا بل کوم هیواد په ضد نه کارول کیږي او د اړیکو خبره جدا ده، قاري سعید زیاته کړې چې القاعده په افغانستان کښې شتو نه لری.

بل طرف د افغانستان اسلامی امارت د مشرانو له لوري هم بیا بیا داسې راپورونه او بیانونه خپاره کیږي چې د القاعده تنظیم په افغانستان کښې شتون نه لري، د امارت مشران زیاتوي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هیواد په ضد و نه شی کارولي او نه به بل چا ته اجازت ور کړي چې د افغانستان په داخله چارو کښې لاس وهنه وکړي.
د سعودی عرب د پخواني انټیلیجنس چیف په داسې وخت کښې راغلې چې په دې لنډو ورځو کښې د داعش ډلې له لوري په افغانستان کښې د طالبانو د واک ته د راتلو نه پس د دو بریدونو ذمه واري په خپله غاړه واخسته.
https://fb.watch/8Nof6-5cyy/






