افغانستان کښې ښځو ته ټول حقونه حاصل دي:حنفي

0
211

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د عبوري حکومت د وزیرانو د کابینې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي دي چې په افغانستان کښې ښځو ته ټول حقونه حاصل دي .

حنفي رسنیو سره په خبرو کښې اوویل چې په افغانستان کښې ښځینه اهلکارو خپلې وظیفې پیل کړي دي او په دوی هیڅ کوم بندیز نشته ، هغه اوویل چې د افغانستان په روغتونونو کښې ښځینه خپل کار کوي او د اولس خدمت کوي.
د وزیرانو دکابینې مرستیال اوویل چې امارت چې په ریاستي دفترونو لکه د پاسپورټ او پیژند پانړې په دفترونو کښې ښځینه کار کوي او په دوی هیڅ کوم بندیز نشته.
یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د اسلامی امارت حکومت راغې نو په هغه ورځو کښې اسلامی امارت مشرانو دا اعلان کړې وو چې د ښځینه اهلکارو لپاره انتظامات روان دي او زر به کار ته را اوبلل شي.
هم دغه رنګ اسلامی امارت د جونو د سکولونو په اړه هم اعلان کړې وو چې د ښځینه زده کوونکو لپاره د بیل بیل سکولونو پرانستل په اړه انتظامات روان دي او زر به د جونو سکولونو هم پرانستل شي او د امارت اسلامی دغه ژمنه مونږ ګورو چې پوره ی کړه، د کندوز او نورو ولایتونو نه داسې رپورټونو چاپ شوي دي چې په بیله بیل ولایتونو کښې د جونو سکولونه پرانستل شوي دي ، د سکولونو مسوولین وایی چې دوی سره د امارت اسلامی مشران ډیر کومک او همکاری کوی اوی د جونو د زده کړو په اړه هیڅ کومه ستونزه نشته او ښځینه زده کوونکو زده کړې پیل کړي دي.

Leave a reply