په تورخم پوله به افغانانو ته اسانتیاوې پیدا شي: متقی

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې ګډ خبري کانفرنس او رسنیو سر خبرو اترو کښې د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي اوویل چې د پاکستان پلاوي سره په غونډه کښې فیصله وشوه چې په پوله به افغان مسافر لپاره اسانتیاوې پیدا کړو.
متقی اوویل چې افغانان ضرورت لري پاکستان کښې د علاج سهولتونه ترلاسه کړي او پاکستاني چارواکو باور راکړو چې افغانانو له به په تورخم پوله اسانتیاوې او سهولتونه ورکړي چې پاکستان ته راشي او علاج سهولت ترلاس کړي.
متقي زیاته کړې چې دواړه لور ډیر افغانان اوسیږي او په دې غونډه کښې ژمنه او فیصله وشوه چې ټولو افغانانو او مسافرو ته په پوله اسانتیاوې پیدا کړو.
د امارت اسلامی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقی د پاکستان پلاوي غړو شکریه ادا کړې چې کابل ته راغلل او د افغانانو لپاره ی د سهولتونو ورکولو او په پوله اسانتیاوې ورکولو باورراکړو.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر شاه محمود قریشي هم اوویل چې په دې غونډه کښې مو د افغانستان د حکومت د نوی کابینې د وزیرانو شورای مشر او نور مهمو چارواکو سره ډیرې تفصیلي او ګټورې خبرې وشوې.
Joint press conference from Afghanistan presidential palace
@ARG_AFG @SMQureshiPTI @FMMuttaqi pic.twitter.com/IPN5pSbGvx— Anees Ur Rehman (@JournalistAnees) October 21, 2021






