د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په دوره پایه تخت کابل ته رسیدلې

0
185

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان په یوه ورځني سفر پایه تخت کابل ته رسیدلې دې.
د افغانستان د اسلامی امارت د د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو د بهرنیو چارو وزیر قریشي ته د کابل په هوایی ډګر هرکلې او ستړي مشي اوویل .

د افغانستان لپاره د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق ، د بهرنیو چارومرستیال سهیل محمود ، د سوداګرۍ صالح احمد فاروقي ، د رییس ایئر مارشل (ر) ارشد ملک ، د نادرا رییس طارق ملک ، د ګمرکاتو، پي آي اې، او د او د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي هم ورسره دي.
د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي د افغانستان د سرپرست لومړي وزیر ملا حسن اخوند ، د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ورځني سفر کې ملاقاتونه وکړي، عامر خان به له متقي او نورو مشرانو سره وویني. دا ناستې به د دوه اړخیزو اړیکو ټول اړخونه ، د دوه اړخیزو ګټو ساحې په ځانګړي توګه په سوداګرۍ کې د دوه اړخیزې همکارۍ لوړولو بیلابیلې لارې په پام کې ونیسي.
د بهرنیو چارو وزیر به له نورو افغان مشرانو سره هم وویني. د بهرنیو چارو وزیر به افغان مشرانو ته په افغانستان کې د قانون او نظم د ساتلو لپاره د پاکستان د لیدلوري او د هغې د راتلونکي برنامې په اړه معلومات ورکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سوشل میډیا په پانړه خپور شوي رپورټ مطابق پاکستان د افغانستان د یوه نږدې ورور ګاونډي په توګه د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره خپله پوره هڅه کوي.
په بیان کښې قریشي زیاتوي چې پاکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره او او د عام مسافرو د تګ راتګ لپاره د ویزې نوې سسټم معرفي کړې دې، قریشي وایی چې مونږ کار کوو چې افغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړو او د تجارتی ګاړو تګ او راتګ آسان کړو.
مخدوم شاه محمود قریشي په بیان کښې وایی چې پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغانستان اولس لپاره د خواړو او درملو بشري مرستې لیږلي دي.
قریشي په سوشل میډیا په آخر کښې ددې سفر په اړه لیکلي چې د کابل ددې سفر بنیادي مقصد دادې چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ اړیکې وده وکړې، دوه اړخیز تجارت ښه شي او د معاشي او اقتصادي بحران سره د مقابله کولو لپاره د افغان اولس ملاتړ حاصل شي .
…………………………………….
د پښتو باغي ټیلیویژون ددې خبر سره سم نور خبرونه هم اوګورې.
……………………………………

د پاکستان وزیراعظم عمران او فوځ سرلښکر ملاقات


…………………………………..

پاکستان د کشمیریانو د آزادې غوښتلو ملاتړ کوي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت


………………………………….

افغانستان کښې د انساني بحران مخنیوي لپاره دې نړۍ کردار ادا کړي: د پاکستان فوځ سرلښکر


…………………………………..

Leave a reply