امریکا وايي ایران اټومي تړون ته ژمن ندی ، وخت ضایع کوي، نور وخت نۀ ورکوو

0
140

امریکا وايي ایران اټومي تړون ته ژمن ندی ، وخت ضایع کوي، نور وخت نۀ ورکوو

امریکا ویلي د ایران پر وړاندې به یې اقدامات دوام کوي او که له مذاکراتو تېره شوه نور انتخابونه هم لري. په ورته وخت کې په ایران کې اقتصادي وضعیت د تازه مذاکراتو له پایلې سره هممهاله مخ پر ځوړ دی.

 

(2021  /21  / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا د ایران پر وړاندې د خطرناکو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی په دې ښه پوهېږي چې ایران غواړي یوازې د مذاکراتو وخت ضایع کړي او ځان اټومي وسلو ته ورسوي.

د سرچینې په خبره امریکا به ایران ته ددې چانس ور نه کړي چې نور په بېلو پلمو نړیواله ټولنه تېر باسي او وخت ضایع کړي.

اړوند موضوعات: 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایران لا هم وخت لري چې اټومي تړون ته راوګرځي 

امریکا ویلي د ایران پر وړاندې به یې اقدامات دوام کوي او که له مذاکراتو تېره شوه نور انتخابونه هم لري. په ورته وخت کې په ایران کې اقتصادي وضعیت د تازه مذاکراتو له پایلې سره هممهاله مخ پر ځوړ دی.

ایراني تومان نور هم خپل ارزښت بایللی دی پر نړیوالو سهامو یې تاثیر کړی. ایران بیا تر دې دمه د امریکا پر تازه څرګندونو غبرګون نه دی ښوودلی.

Leave a reply