د لوړو زده کړو د وزیر وروستیو څرکندونو یو ځل بیا د خلکو غوسې راپارولي

0
105

د لوړو زده کړو د وزیر وروستیو څرکندونو یو ځل بیا د خلکو غوسې راپارولي

د ا.ا.ا د لوړو زده کړ وزیر وروستیو څرګندو د خلکو غوسې راپارولي او د دۀ دغه څرګندونې یې د افغانستان خلکو ته توهین او د زده کړو سپکاوی ګنلی دی.

 

 

(2021 / 10 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

د ا.ا.ا د لوړو زده کړ وزیر وروستیو څرګندو د خلکو غوسې راپارولي او د دۀ دغه څرګندونې یې د افغانستان خلکو ته توهین او د زده کړو سپکاوی ګنلی دی.

د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني تېره ورځ یوې غونډې ته د خبرو پر مهال په خپلو څرکندونو کې ویلي چې د تېرو شلو کلونو له فارغو شویو زده کړیالانو هېڅ شي تمه نشي کېدلی.

د نوموړي دغو څرګندونو ته یو شمېر د ټولیزو رسنیو کارکوونکو او نور افغان وګړو غبرګون ښودلی دی.

د ټولنیزو رسنیو فعال حمید امیر لیکلي:  ” وزیر تۀ ښۀ وايې؛ موږ له تا هم بله تمه نلرو” یو بل کس عبدل ولي آیوبي بیا لیکلي: ” تېر شل کاله چې افغانانو په تعلیمي او تحصیلي برخه کې کوم پرمختګ کړی، رقیبو هېوادو ته نه منونکی ؤ، اوس ستا په څېر خلک به حتمن دا لاس ته راوړنې بدناموي”.

ډېرو نورو افغانانو هم ورته غبرګون ښودلی  او په د. ا.ا.ا باندې یې غږ کړی چې یاد وزیر دې ژر تر ژره له دندې لرې او پر ځای دې وړ شخص راولي.

تر دې وړاندې هم د لوړو زدع کړو وزیر عبدالباقي حقاني ورته څرګندونې کړې وې چې  د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې وې.

Leave a reply