د ټرمپ مرستیال وايي چې جو بايډن د افغانستان په برخه کې ډېر بې وجدانه و

د ټرمپ مرستیال وايي چې جو بايډن د افغانستان په برخه کې ډېر بې وجدانه و
هغه وايي بايډن ته په کار وه چې د ټرمپ سیاستونه یې تعقیب کړي وی، همغه فعالیتونو ته یې ادامه ورکړې وی په دې صورت کې به امریکا ته اوسنۍ بدنامي نه اوښته.
(2021 / 10 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بایډن په افغانستان کې د امریکا د متحدینو پر وړاندې ستره بې وجداني وکړه.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان د وتلو لپاره منظم پلان درلود خو بايډن د ټرمپ د حکومت ټول پلانونه په لغته ووهل.
پنس وایي بايډن د افغانستان په برخه کې ډېر بې وجدانه و، ځکه د امریکا ټولو متحدینو ته یې په افغانستان کې شا واړوله او په نیمه شپه کې یې د بګرام هوايي اډه پرېښوده.
هغه وايي بايډن ته په کار وه چې د ټرمپ سیاستونه یې تعقیب کړي وی، همغه فعالیتونو ته یې ادامه ورکړې وی په دې صورت کې به امریکا ته اوسنۍ بدنامي نه اوښته.






