د میدان وردګ ولایت محبس کې بندیانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه 

0
108

د یو تعلیمي مرکز په پرانیستلو سره د یو زندان دروازه بندېږي، په همدې موخه تېره ورځ د میدان وردګو د پوهنې رییس مولوي ګل ولي متقي د همدې ولایت له محبس لیدنه وکړه او بندیانو ته یې د ښه زده کړه ییز چاپېریال برابرولو لپاره له پوهنې ریاسته ښوونکی انتخاب او لازمې سپارښتنې وکړې.

(2021 / 10 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)
د یو تعلیمي مرکز په پرانیستلو سره د یو زندان دروازه بندېږي، په همدې موخه تېره ورځ د میدان وردګو د پوهنې رییس مولوي ګل ولي متقي د همدې ولایت له محبس لیدنه وکړه او بندیانو ته یې د ښه زده کړه ییز چاپېریال برابرولو لپاره له پوهنې ریاسته ښوونکی انتخاب او لازمې سپارښتنې وکړې.

د ښاغلي متقي پر وینا، له دې وروسته به دوی ته د قرآنکریم، دیني علومو، لیک او لوست په برخه کې زده کړې ورکول کېږي، هغه زیاته کړه، زده کړې د هر چا لپارې اړینې دي، کله مو چې د پوهې کچه لوړه شي، نو د جرایمو کچه ټیټېږي.

ښاغلي رییس په دې برخه کې د بندیانو نظرونه هم واورېدل او دوی ته یې د ذکر او عبادت کولو سپارښتنه وکړه.

Leave a reply