تاجکستان: د افغانستان پر ځای قرغزستان ته د برېښنا صادرات ډېروو

0
110

تاجکستان: د افغانستان پر ځای قرغزستان ته د برېښنا صادرات ډېروو

د راپورونو له مخې تاجکستان ویلي چې د اوبو په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله دوی اړ شوي چې افغانستان او ازبکستان ته د برېښنا صادرات کم کړي.

 

 

(2021 / 10 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

تاجکستان د افغانستان پر ځای قرغزستان ته د برېښنا صادرات ډېر کړي دي.

د راپورونو له مخې تاجکستان ویلي چې د اوبو په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله دوی اړ شوي چې افغانستان او ازبکستان ته د برېښنا صادرات کم کړي.

تاجکستان د نړیوالو رسنیو د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي چې ګواکي د پیسو د نه ورکړې له امله ښايي پر افغانستان برېښنا پرې کړي، خو وایي چې دمګړۍ په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله افغانستان او ازبکستان ته د برېښنا د صادراتو په کچه کې کموالی راغلی ځکه دوی باید د قرغزستان ۱،۲ میلیونه کیلوواټه برېښنا پوره کړي.

تر دې وړاندې د ا.ا.ا او تاجکستان  تر منځ د ا.ا.ا پر کابینه هو ناندرۍ رامنځته شوې وې او د ا.ا.ا تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنې تورن کړی ؤ.

Leave a reply