تر امریکا وروسته روسیې هم تر غږ چټک توغندی آزمویلی دی

0
261

تر امریکا وروسته روسیې هم تر غږ چټک توغندی آزمویلی دی

څو ورځې وړاندې امریکا اعلان وکړ چې تر غږ پنځه ځلي چټک توغندی یې آزمویلی دی، تازه اوس روسیې ویلي چې دوی بریالي شوي چې تر غږ چټک توغندی وآزمويي.

 

 

(2021 / 10 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

څو ورځې وړاندې امریکا اعلان وکړ چې تر غږ پنځه ځلي چټک توغندی یې آزمویلی دی، تازه اوس روسیې ویلي چې دوی بریالي شوي چې تر غږ چټک توغندی وآزمويي.

اوس تازه روسي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد تر غږ چټک توغندی آزمویلی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دغه هېواد د وسلو جوړوولو او تولید اړخه نه ماتېدونکی دی.

دغه توغندی له یوې نظامي بېړۍ څخه توغول شوی او روسي نظامي لوړ پوړو چاوراکو ویلي چې دغه توغندی تر غږ چټک دی او آزمويښت یې بریالی ؤ.

په دې وروستیو کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو تر منځ د وسلو د آزمویلو پر سر سیالي روانه ده.

تر دې وړاندې شمالي کوریا یو توغندی آزمویلی ؤ او ویلي یې ؤ چې دغه توغندی د غږ په اندازه ګړندی دی، د شمالي کوریا رئیس جمهور هم ویلي ؤ چې هېواد یې د وسلو له اړخه نه ماتېدونکی دی.

Leave a reply