شنونکي: افغانستان کې د همداسې وضعت دوام د افغانستان او سیمې لپاره د خطر زنګ دی

0
226

شنونکي: افغانستان کې د همداسې وضعت دوام د افغانستان او سیمې لپاره د خطر زنګ دی

یو شمېر افغان او نړیوال سیاسي شنونکي وايي چې طالبان دې ژر تر ژره نړۍ سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

دوی ویلي چې که وضعت همداسې دوام وکړي دا به د افغانستان او سیمې لپاره بدې پایلې ولري.

 

(2021 / 10 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)

افغان سوداګو د ا.ا.ا څخه غوښتي چې د سیمې له هېوادو سره دې د سوداګرۍ چارې آسانه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اوس مهال افغان سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي او د ا.ا.ا څخه یې غوښتنه کړې چې توجه ورته وکړي.

د افغانستان د مسائلو نړیوال او افغان شنونکي وايي چې طالبان دې ژر له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي او تعامل دې ورسره وکړي، او که طالبان له سیمې او نړۍ سره اړیکې جوړې نکړي او پر رسمیت ونه پېژندل شي دابه نه یوازې  د افغانستان لپاره؛ بلکې د سیمې لپاره هم لوی زیان وي.

دغو شنونکو ویلي چې سره له دې چې یو شمېر هېوادونه اوس د طالبانو په اړه ښه نظرونه لري ؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت ندي پېژندلي او که دغه چاره همداسې دوام وکړي هغه هېوادونه چې د دی په اړه نېک نظر لري هم ممکن نظر یې تغیر وکړي.

دوی نړیوالو رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې طالبانو ته په کار ده چې د ولس او خپلو ستونزو ته په کتلو نړۍ سره تعامل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیږدې دوه میاشتو په تېرېدو تر اوسه هېڅ هېواد هم ندی حاضر شوی طالبانو سره رسمي اړیکې ولري.

 

Leave a reply