افغان سوداګر: د سیمې له هېوادو سره دې سوداګریزې چارې اسانه کړل شي

افغان سوداګر: د سیمې له هېوادو سره دې د سوداګرۍ چارې اسانه کړل شي
افغان سوداګو د ا.ا.ا څخه غوښتي چې د سیمې له هېوادو سره دې د سوداګرۍ چارې آسانه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اوس مهال افغان سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي او د ا.ا.ا څخه یې غوښتنه کړې چې توجه ورته وکړي.
(2021 / 10 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
افغان سوداګو د ا.ا.ا څخه غوښتي چې د سیمې له هېوادو سره دې د سوداګرۍ چارې آسانه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اوس مهال افغان سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي او د ا.ا.ا څخه یې غوښتنه کړې چې توجه ورته وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې اوس د سیمې هېوادونه له افغانستان سره سمه سوداګریزه اړیکه نلري او د ا.ا.ا هم په دې برخه کې کومه دپام وړ همکاري دوی سره نده کړې.
د افغانستان سوداګرۍ خونې د سیمې له هېوادو او د ا.ا.ا څخه غوښتي چې سیاست وضعت ته په نه کتلو دې افغان سوداګرو ته د ښې سوداګرۍ زمینه مساعده کړي.
دوی وايي چې په دې وروستیو کې د افغان تجارانو ستونزې د دې سبب شوي چې د خوراکي او سون توکو بیې څو چنده لوړې شي.
اعلامیه کې له ازبکستان، قزقستان، ترکمنستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو په ځانګړي ډول غوښتل شوي چې د افغان تجارانو ستونزو ته پام وکړي او په دغه برخه کې ورسره همکاري وکړي.
دوی ویلي اوس افغانستان د خوراکي او سون توکو له کمښت سره مخ دی او که مرسته ونشي د خوراکي او سون اوکو دبیې د لا لوړوالي امکان شته.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په راتګ د خوراکي موادو په بیې کې په بې مخینې ډول لوړوالی راغلی دی.






