قطر او ترکیه د کابل هوايي ډګر د بیا جوړېدو پۀ چارو بوخت دي 

0
108

قطر او ترکیه د کابل هوايي ډګر د بیا جوړېدو پۀ چارو بوخت دي 

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د پخواني حکومت له سقوط وروسته د کابل د هوايي ډګر د تخنیکي وسایلو یوه برخه ویجاړه شوه.

قطر، ترکیې او متحده عربي اماراتو تر دې مخکې د کابل د هوايي ډګر د امنیت او مدیریت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

(2021 / 12 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اناتولیا خبري اژانس راپور ورکړی چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د مدیترانې ډیالوګ په اوومه مجازي غونډه کې په وینا کې اعلان وکړ چې هیواد یې له ترکیې سره د کابل په هوايي ډګر کې د “ترمیم او تجهیز” چارې ترسره کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، روسیه، چین او د سیمې نور هېوادونه په افغانستان کې د هر ډول کړکېچ په اړه رښتینې اندېښنې لري.

د هغه په ​​وينا، قطر په افغانستان کې د ثبات د تامين لپاره له روسيې سره په تماس کې دى او د افغانستان امنيتي وضعيت د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو اندېښنې راپارولي دي.

ال ثاني وویل، “نړیواله ټولنه په افغانستان کې د پرمختګونو لپاره روښانه تګلاره نه لري، او قطر په سیمه کې د امنیت او ثبات د رامنځته کولو لپاره د خپلې پراخې ملګرتیا شبکه کاروي.”

اړوند موضوعات: 

ترکیې د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت پر غاړه اخستلو لپاره نوی شرط کېښود

Leave a reply