ترکیې د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت پر غاړه اخستلو لپاره نوی شرط کېښود

ترکیې د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت پرغاړه اخستلو لپاره نوی شرط کېښود
د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردغان پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې تر هغه په افغانستان کې ټولشموله حکومت نه وي رامنځته شوی موږ به هلته حضور ونلرو.
(2021 / 9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردغان پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې تر هغه په افغانستان کې ټولشموله حکومت نه وي رامنځته شوی موږ به هلته حضور ونلرو.
ښاغلي اردغان د امریکا له سي بي ایس ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو اوسنی حکومت ټولشموله ندی او تر هغو چې طالبانو ټول شموله اداره نه وي رامنځته کړي دوی به افغانستان کې حضور ونلري.
نوموړي د کوم ځانګړي قوم نوم ندی اخستی چې چاته په یاده کابینه کې ځای ندی ورکړل شوی؛ خو ویلي یې دي چې د افغان ښځو له وړتیاوو باید ګټه واخستل شي او طالبان باید کابینه کې ځای ورکړي.
اردغان همدارنګه ویلي چې طالبان باید د افغانو نجونو د زده کړو مخه ونه نیسي کنه له نړیوالو فشارونو سره به مخ شي.
ټاکل شوې وه چې د طالبانو تر راتګ دمخه د کابل هوايي ډګر د امینت چارې او یاد ډګر د سمبالښت چارې ترکیې ته وسپارل شي؛ خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم ترکیې هم خپل ځواکونه له افغانستان څخه وایستل.
ویل شوي ؤ چې د طالبانو له واکمنېدو سره سره به د مابل هوايي ډګر د سمبالښت چارې د ترکیې او قطر هېواد ته سپارل کېږي؛ خو اوس تازه د ترکیې ولسمشر ویلي چې تر هغو طالبان په کابينه کې ښځو او د افغانستان ټولو قومونو ته ځای ورنکړي دوی به افغانستان کې حضور پیدا نکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت تازه په یوع اعلامیه کې خبر ورکړی چې د کابل هوايي ډګر بهرنیو الوتنو ته چمتو دی او ټول افغاني شرکتونه کولی شي بهر ته پروازونه وکړي، دغه راز یاد وزارت د بهرنیو الوتکو شرکتونه ته هم ډاډ ورکړی چې دوی به ورسره هر ډول همکاري کوي.






