ترکیه د امریکا له خبرداري سره له روسیې دویم دفاعي سیستم هم اخلي

0
46

ترکیه د امریکا له خبرداري سره له روسیې دویم دفاعي سیستم هم اخلي

ترکیې د امریکا له فشارونو او خبرداریو سره سره خبر ورکړی چې دوی به له روسیې دویم دفاعي سیستم اخلي.

 

(2021 / 9 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

ترکیې د امریکا له فشارونو او خبرداریو سره سره خبر ورکړی چې دوی به له روسیې دویم دفاعي سیستم اخلي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په تازه مرکه کې ویلي چې ترکیه یو مستقل هېواد دی او امریکا نشي کولی ترکیه پېر او پلور څخه منعه کړي.

نوموړي ویلي چې  له روسیې سره د ایس ۴۰۰ دویم دفاعي سیستم لړۍ نهايي شوې او ډېر ژر به دغه سیستم دوی واخلي.

اردغان ټینګار کړی چې امریکا حق نلري نور هېوادونه له پلور او پېر څخه راوګرځوي.

ترکیه د ناټو غړو هېوادونو له ډلې څخه دی او امریکا وايي چې د ناټو غړي هېوادونه نشي کولی له روسي وسلو څخه کار واخلي.

تر دې وړاندې هم ترکیې له روسيې څخه یو دفاعي سیستم اخستی ؤ چې د امریکا له سخت غبرګون سره مخ شو، امریکا ویلي چې که ترکیه له روسیې دویم دفاعي سیستم واخلي له سختړ بندیزو سره به مخ شي.

 

Leave a reply