نړیوال سیاسي شنونکي وايي چې امریکا په افغانستان کې د بشر حقوق نقض کړي باید ځواب یې ووایي

نړیوال سیاسي شنونکي وايي چې امریکا افغانستان کې د بشر حقوق نقض کړي باید ځواب یې ووايي
امریکا دې د خپلو ځواکونو په اړه چې افغانستان کې یې د بشر حقوق نقض کړي نړیوالنې ټولنې ته ځواب ووايي.
(2021 / 9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
امریکا دې د خپلو ځواکونو په اړه چې افغانستان کې یې د بشر حقوق نقض کړي نړیوالنې ټولنې ته ځواب ووايي.
شا و خوا د څلوېښتو هېوادونو شنونکو، مدني فعالانو او ژورتالیستانو افغانستان کې د شل کلنې جګړې په اړه ویلي چې دوی افغانستان کې د بشر حقوق نقض کړي او د جګړو پر مهال یې ملکي وګړي وژلي دي.
دوی غوښتي چې امریکا دې افغانستان کې د بشر حقوقو نقض په اړه ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او نورو ادارو ته ځواب ووايي.
دغه کنفرانس د چین په پوهنتون کې جوړ شوی ؤ، چې په آنلاین ډول خوا و شاه د څلوېښتو هېوادونو شنونکو ګډون کړی ؤ.
دغه کنفرانس کې د نیپال، جاپان، چین او نورو هېوادونو شنونکو ګډون کړی ؤ.
دوی له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د امریکا پر کړنو دې چپ نه پاتې کېږي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر نورو هېوادونو پر امریکا انتقاد کړی ؤ چې امریکا په افغانستان کې بشري و جنګي جنایتونه کړي دي.






