ملګري ملتونه: افغانستان کې د نجونو زده کړې دې د طالبانو په رسمیت پېژندنې اساسي شرط کېښودل شي
ملګري ملتونه: افغانستان کې د نجونو زده کړې دې د طالبانو په رسمیت پېژندنې اساسيذشرط کېښودل شي
ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو لپاره دې نجونو ته د زده کړو حق ورکول د اساسي شرط په توګه پر دوی کېښودل شي.
(2021 / 9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو لپاره دې نجونو ته د زده کړو حق ورکول د اساسي شرط په توګه پر دوی کېښودل شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي استازي مرستیالې آمنه محمد زیاته کړې چې افغان نجونې باید یوازې پرېنښودل شي او که طالبان غواړي چې پر رسمیت وپېژندل شي باید دوی ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.
د ملګرو ملتونو سربېره یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د افغان نجونو پر ملاتړ لاریونونه شوي او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو نجنو ته د زده کړو او کار حق ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه نیمه میاشت طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي دي، او د نجونو زده کړې یې په مشروط ډول بندې کړي دي.
د طالبانو یادې کړنې په کور دننه هم له ډیرو مخالفتو سره مخ شوي دا چې طالبان به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي که نه د دې په اړه طالب مشرانو تر اوسه څه ندي ویلي.