اسرائیلي ځواکونو په غزه کې یو ځل بیا عملیات کړي دي

0
188

اسرائیلي ځواکونو په غزه کې یو ځل بیا عملیات کړي دي

 اسرائیلي ځواکومو د عملیاتو پایله کې پنځه فلسطینیان وژلي دي. د راپورونو له مخې غزه کې اسرائیلي ځواکونو د ځینو کسانو نیولو لپاره عملیات تر سره کړي دي.

 

(2021 / 9 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

 اسرائیلي ځواکومو د عملیاتو پایله کې پنځه فلسطینیان وژلي دي. د راپورونو له مخې غزه کې اسرائیلي ځواکونو د ځینو کسانو نیولو لپاره عملیات تر سره کړي دي.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې د فلسطینیاینو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې ده، چې پایله کې پنځه فلسطینیان وژل شوي او دوه اسرائیلي ځواکونه سخت ټپيان شوي دي.

تر اوسه جوته نده چې دغو عملیاتو کې هغه کسان نیول شوی چې اسرائیلي ځواکونو یې د نیولو پر موخه عملیات ترسره کړي ؤ.

اسرئیلي ځواکونو تر دې وړاندې پر فلسطینۍ خاورې تېری کړی او ډیر فلسطیني وګړي یې وژلي دي.

تر اوسه نړیوالو هېوادونو د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو د درېدو او یاد د دوی د کړنو په خلاف څه ندي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یو شمېر هېوادونو کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتړ پر ضد لاریونونه شوي ؤ او له اسرائیلو غوښتل شوي ؤ چې نور دې پر فلسطین  حمله کول بند کړي.

Leave a reply