قرغزستان ملګرو ملتونو ته ویلي چې افغانستان کې دوی سره د ماموریت برخه کې مرسته کوي

0
180

قرغزستان ملګرو ملتونو ته ویلي چې افغانستان کې به دوی سره د ماموریت برخه مې مرسته کوي

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد يې چمتو دی چې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره د افغانستان برخه کې مرسته وکړي.

 

(2021 / 9 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد يې چمتو دی چې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره د افغانستان برخه کې مرسته وکړي.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر روسلا کزاکبایف له انتوني ګړتریش سره د لیدنې پر مهال ویلي چې قرغزستان د ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماموریت همکار دی.

نوموړي ویلي چې وخت ناوخت به افغانستان سره د ملګرو د بشردوستانه مرستې په رسونه کې همکاري کوي.

همدارنګه نوموړي ویلي چې د ملګرو ملتونو مامورین کولی شي له قرغزستان هېواد څخه هم افغانستان کې ماموریت وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش د قرغزستان له هېواد څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې تر دې وړاندې هم یاد هېواد له ملګرو ملتونو سره لازمه همکاري کړې ده.

د اپه داسې حال کې ده چې اوس مهال افغانستان کې طالبان واکمن دي او نړیوال اندېښنن دي چې طالبان به د بشر حقوق او ښځو حقوقو ته درناوی ونکړي، همدارنګه ملکرو ملتونو څه وخت وړاندې خبر ورکړی ؤ چې که افغانستان سره مرستې ونشي یاد هیواد به له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

که څه هم طالبانو وړاندې تر دې ملګرو ملتونو ته ډاډ ورکړی ؤ چې مامورين یې افغانستان کې خوندي دي او هېڅ راز امنیتي ستونزه ورته نشته؛ خو بیا هم ملګري ملتونه د خپلو مامورینو د امنیت لپاره اندېښنې لري.

Leave a reply