د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې پوره هڅه کوي افغانستان ته روغتیايي مرستې ورسوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې هڅه کوي افغانستان ته روغتیايي مرستې ورسوي
د روغیتا نړیوال سازمان یو ځل ویلي چې افغانستان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
(2021 / 9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
د روغیتا نړیوال سازمان یو ځل ویلي چې افغانستان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
د یاد سازمان چارواکو رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې دغه سازمان پوره هڅه کوي چې افغانستان ته روغتیايي مرستې ورسوي.
دوی ویلي چې د روغتیا نړیړال سازمان دا خپل مسؤلیت ګڼي چې افغانستان له روغتیايي ناورین څخه وژغوي، دوی ویلي چې دمګړۍ افغانستان کې اولس سلنه روغتیايي مرکزونه په بشپړ ډول د خدماتو وړاندې کولو لپاره چمتو دي.
دړی زیاته کړې چې پوره هڅه کوي افغانستان کې پاتې نور مرکزونه بېرته فعال کړي او روغتیايي کارکوونکو ته مادي او معنوي اسانتیاوې رامنځته کړي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان رئیس هم افغانستان ته سفر کړی ؤ او ویلي یې ؤ چې افغانستان کې به خپل فعالیتونه لا ډېر کړي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان کې روغتیايي خدماتو کې خنډ او ځنډ رامنځته شو، ځکه نړیوال بانک په افغانستان مرستې بندې کړې او افغانستان کې د روغتیايي فعالیتونو ډیری پیسې نړیوال بانک ورکولې.






