طالبانو په کابل ښار کې د احتمالي ویجاړي او ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي په خاطر اعلان کړی چې یاد ښار به په سوله ییزه توګه تر خپل کنترول لاندې راولي

0
49

طالبانو په کابل ښار کې د احتمالي ویجاړي او ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي په خاطر اعلان کړی چې یاد ښار به په سوله ییزه توګه تر خپل کنترول لاندې راولي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د واک تر سوله ییز انتقال پورې د کابل ښاریانو او ملي شتمنیو د امنیت مسئولیت د کابل ادارې ته راجع کړی دی.

د طالبانو اعلامیه په لاندې توګه ده:

«داچې د الله تعالی جل جلاله په نصرت او زموږ د ولس په پراخ ملاتړ الحمدلله د هیواد ټولې برخې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې راغلې، زموږ د ولس لپاره خورا ستره بریا ده چې ټولو ته يې مبارکي وایو.

خو د هیواد پلازمینه کابل چون خورا ستر او ګڼ میشتی ښار دی، د اسلامي امارت مجاهدین اراده نه لري چې دې ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي، بلکې کابل ښار ته په مسالمت آمیزه توګه د داخلیدو په سر له مقابل جهت سره خبرې اترې روانې دي، ترڅو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه تکمیل شي، د هيچا سر، مال او عزت ته په کې زیان ونه رسیږي او د کابل ښاریانو ژوند هم له کومې ستونزې او خطر سره مخ نشي.

اسلامي امارت خپلو ټولو ځواکونو ته هدایت کوي چې د کابل په دروازو کې ودریږي، ښارته د ننوتو هڅه ونه کړي.

همدا ډول د انتقال د پروسې تر بشپړیدو پورې د کابل ښار امنیت مقابل لوري ته راجع دی چې باید ويې ساتي.

ورسره یوځل بیا تکراروو چې اسلامي امارت له هیچا څخه د انتقام اخیستلو په فکرکې نه دی، هغه کسانو چې د کابل په اداره کې په نظامي او ملکي برخو کې دندې درلودې ټولو ته عفوه او امن دی، له هیچا سره هم انتقامي برخورد نه کیږي، ټول دې پخپل هیواد کې، پرخپل ځای او کور کې پاتې شي، او له هیواد څخه د وتلو هڅه دې ونه کړي.

موږ غواړو چې په راتلونکي اسلامي نظام کې ټول افغانان، بیلابیل جهتونه او قشرونه ځان وګوري یو داسې بامسئولیته حکومت ولرو چې د ټولو لپاره خدمتګار او د منلو وړ وي. ان شاءالله »

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار همدا اوس عملا د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی او ناتایید شوي راپورونه وايي، چې ځینې حوزې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

Leave a reply