د پاکستان د سوداګرۍ د برخې مسؤلین وايي چې افغانستان ته یې صادرات کم شوي دي
د پاکستان د سوداګرۍ د برخې مسؤلین وايي چې افغانستان ته یې صادرات کم شوي دي
پاکستان هغه هېواد دی چې افغانستان ورسره تر نورو ګاونډیو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، خو دغه هېواد د سوداګرۍ په برخه کې دوه مخی چلند کوي او وخت ناوخت په بېلو پلمو افغان سوداګرۍ ته خنډونه جوړوي.
(2022 / 1 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان وایي افغانستان ته یې په صادراتو کې کموالی راغلی دی.
د راپورونو له مخې د پاکستان د سوداګریزې برخې چارواکو ویلي، له هغه وروسته چې په کابل کې نوی حکومت رامنځ ته شوی دغه هېواد ته د پاکستان په صادراتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
سرچینه کاږي چې په افغانستان کې روان وضعیت او کمزوری اقتصاد د صادراتو د کموالي اصلي لامل دی. پاکستاني لوري یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره به سوداګریزې اړیکې پراخوي.
اړوند موضوعات:
د پاکستان او افغانستان ترمېنځ تجارت زېاتړشوې: تاجران
پاکستان هغه هېواد دی چې افغانستان ورسره تر نورو ګاونډیو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، خو دغه هېواد د سوداګرۍ په برخه کې دوه مخی چلند کوي او وخت ناوخت په بېلو پلمو افغان سوداګرۍ ته خنډونه جوړوي.