چین د ا.ا.ا لۀ چارواکو سره پۀ لیدنه کې ډاډ ورکړی چې افغانستان ته خپلې مرستې ډېروي

چین د ا.ا.ا لۀ چارواکو سره پۀ لیدنه کې ډاډ ورکړی چې افغانستان ته خپلې مرستې ډېروي
چینایي لوري همدا راز د مرستو د پراختیا ډاډ ورکړی دی. د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیا له دغه هېواد مننه کړې چې له افغانستان سره مرسته کوي، خو وایي دا مرستې دې پراخې شي.
(2022 / 1 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.
په کابل کې د چین سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او پر بېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي.
د چین سفیر ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې غوښتونکي دي چې دلته دایمي سوله او ثبات تامین شي.
چینایي لوري همدا راز د مرستو د پراختیا ډاډ ورکړی دی. د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیا له دغه هېواد مننه کړې چې له افغانستان سره مرسته کوي، خو وایي دا مرستې دې پراخې شي.
اړوند موضوعات:
چین تازه لۀ افغانستان سره د یو میلیون ډوزه کیډ ضد واکسین مرسته وکړه
هغه همدا راز ویلي، چین دې له افغانستان سره د رسمیت پېژندلو په مسئله کې هم همکاري وکړي.






