چین تازه لۀ افغانستان سره د یو میلیون ډوزه کیډ ضد واکسین مرسته وکړه

چین تازه لۀ افغانستان سره د یو میلیون ډوزه کیډ ضد واکسین مرسته وکړه
بلخوا د هېواد په شمالي بندر حیرتان کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تازه د چین د خوراکي او نورو ژمنیو توکو شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې دغه بندر ته رسېدلې دي او ژر به له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.
(2021 / 12 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین تازه له افغانستان سره د یو میلیون کویډ ۱۹ ضد واکسینونو مرسته کړې ده.
په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن سهار یې د بیجنګ په هوایي ډګر کې د چین د حکومت څخه دغه واکسین او ۱،۵ میلیونه سرنجونه تسلیم او د هوا له لارې افغانستان رالېږلي دي.
جاوېد قایم وایي، چې چین به په نږدې راتلونکې دغه ډول نورې مرستې هم وکړي.
اړوند موضوعات:
کرونا اوبا؛ امریکا کې د نوې بڼې ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي دي
بلخوا د هېواد په شمالي بندر حیرتان کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تازه د چین د خوراکي او نورو ژمنیو توکو شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې دغه بندر ته رسېدلې دي او ژر به له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.
په مرستو کې خوراکي توکي، اغوستنتونکي او نور لومړني مرستندویه توکي شامل دي.





