کرونا اوبا؛ امریکا کې د نوې بڼې ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي دي 

0
198

کرونا اوبا؛ امریکا کې د نوې بڼې ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي دي 

د امریکا روغتیایي چارواکو ویلي چې اته داسې ناروغان په اومېکرون اخته شوي چې مخکې د کرونا ویروس ضد واکسین شوي وو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د نړیوالو مسافرینو لپاره نوي اقدامات اعلان کړل او ژمنه ‌یې کړې چې امریکایان به ډېر ژر په کور کې د کرونا وبا وړیا ازموینې ته لاسرسی پيدا کړي.

 

(2021 / 12 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په امریکا کې د کرونا وبا د نوې بڼې اومېکرون ډېرې نوې پېښې ثبت شوي.

په ټوله نړۍ کې د اومېکرون د مخنیوي لپاره هېوادونو یو وار بیا محدودیتونه پيل کړي دي.

اومېکرون د کرونا وبا نوې بڼه ده چې له افریقايي هېوادونو په چټکۍ نورو سیمو ته خپره شوې او اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې یو شمېر خلک پرې اخته شوي.

د امریکا روغتیایي چارواکو ویلي چې اته داسې ناروغان په اومېکرون اخته شوي چې مخکې د کرونا ویروس ضد واکسین شوي وو.

اړوند موضوعات: 

جنوبي افریقا امریکا د کرونا اوبا پۀ هکله د وروستۍ پرېکړې لۀ امله پۀ تبعیض تورنه کړه 

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د نړیوالو مسافرینو لپاره نوي اقدامات اعلان کړل او ژمنه ‌یې کړې چې امریکایان به ډېر ژر په کور کې د کرونا وبا وړیا ازموینې ته لاسرسی پيدا کړي.

اخوا په هند کې هم چې مخکې کرونا سخت ځپلی د اومېکرون بڼې یوه پېښه پرون ثبت شوې ده.

Leave a reply