کواډ، لۀ هند، اسټرالیا، جاپان امریکا جوړ ګوند؛ آیا افغانستان سره يې تر اوسه څۀ کړي؟
کواډ، لۀ هند، اسټرالیا، جاپان امریکا جوړ ګوند؛ آیا افغانستان سره يې تر اوسه څۀ کړي؟
ښاغلي هوتک وویل چې د کواډ پۀ څېر ډیری نور ګوندونه او هېوادونه د افغانستان پۀ داخلي چارو کې د لاس وهنې په موخه دغه ډول څرګندونې کوی ؛ خو په عمل کې یې د مرستې هېڅ فعالیت ندی محسوس شوی.
(2021 / 12 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کواډ ګوند چې د څلورو اقتصادي قدرتونو لۀ خوا څخه جوړ شوی، موخه یې د مرکزي آسیا هېوادونه پۀ اقتصادي برخه کې پرمختګ او پانګونه ده.
یاد ګوند پۀ ۲۰۱۲ م کال کې د اسټرالیا، هند، جاپان او امریکا لۀ لوري جوړ شوی دی.
دغه ګوند چې لۀ نن څخه کابو لس کاله وړاندې رامنځته شوی دی، موخه یې لۀ اسیایي هیوادونو سره د اقتصادي پرمختګ کې مرسته کول دي.
که څه هم د دغۀ ګوند پۀ ډیری مجلسونو کې لۀ افغانستان سره د مرستې دعوې کېږي؛ خو تر اوسه د دوی فعالیت او مرستې لۀ افغانستان سره ندي محسوس شوي.
د باغي ټلویزیون سروې ښيي چې د یاد ګوند مرستې خو پرېږده، حتا د افغانستان سلو کې ۹۸ سلنه خلک یې لا هم لۀ نوم سره بلدتیا نلري.
یو شمېر افغانانو لۀ دغه ګوند څخه هیله کړې چې یا خو دې لۀ افغانستان سره د مرستې د دروغو ژمنې نکوي او یا خو دې هم دوی دغه مرستې پۀ عمل کې ثابتې کړي.
یو افغان سیاسي شنونکي خدای نور هوتک باغي ټلویزیون ته په خبرو کې وویل: « هند امریکا او یو شمېر نور هېوادونه لۀ افغانستان سره د سیاسي موخو د پوره کېدلو لپاره د مرستې دروغجنې ژمنې کوي او په عمل کې بیا ژمنې تشې ژمنې پاتې، او افغانان یې بیا پۀ خپلو ګاونډیانو بد ګومانه کړي وي.»
ښاغلي هوتک وویل چې د کواډ پۀ څېر ډیری نور ګوندونه او هېوادونه د افغانستان پۀ داخلي چارو کې د لاس وهنې په موخه دغه ډول څرګندونې کوی ؛ خو په عمل کې یې د مرستې هېڅ فعالیت ندی محسوس شوی.