پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې افغانستان سره مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسوي

0
280

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې افغانستان سره مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسوي

د پاکستان لومړي وزیر هم ویلي، چې د هند په څېر به پاکستان هم افغانستان ته پنځوس زره میله غنم ورکوي، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي، هند ته د پنځوس زره ټنه غنم د استولو اجازه ورکړل شوې ده.

 

(2021 / 12 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپو راپور 

د پاکستان کابینې عنعنوي سیال هند ته اجازه ورکړې چې له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د غنم رسولو لپاره کار واخلي.

د پاکستان لومړي وزیر هم ویلي، چې د هند په څېر به پاکستان هم افغانستان ته پنځوس زره میله غنم ورکوي، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي، هند ته د پنځوس زره ټنه غنم د استولو اجازه ورکړل شوې ده.

هند لۀ اوږدې مودې را پدېخوا له خپلې خاورې افغانستان ته هر ډول تجهیزات ورکوي.

د پاکستان وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره د پالیسي مطالعاتو د پایداره انسټیټیوټ مشر عبدالقیوم سلهري رسنیو ته وویل: دا مرسته افغانستان باید ورسېږي ځکه چې اوس افغان ولس مرستې ته اړتیا لري.

اړوند موضوعات: 

هند نه افغانستان ته د غنمو په انتقالولو کې ستونزه رامنځ ته شوې ده

همدارنګه رسنیو ته په خبرو کې پاکستاني خبریال اویس توحید وویل: «دا د پاکستان د حکومت مثبت ګام چې هند ته اجازه ورکوي چې له افغانستان سره مرستې وکړي، افغان ولس له لوږې سره مخ دی، نړۍ د افغان طالبانو د مرستې غوښتنه له پامه غورځوي، نو پاکستان په پرله پسې ډول غږ پورته کوي چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي. له افغان ولس سره مرسته وکړئ. نو هند ته د پاکستان د پولو د کارولو اجازه ورکول د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي.»

 

Leave a reply