پاکستان اجازت ورکړې چې د هند د غنمو مرستې رسولو لپاره دې افغان ټرکونو وکارول شي : محمد صادق

0
177

نصیب شاه شینواري
د پاکستان له اړخه دا اعلان چې د هند د افغانستان لپاره د غنمو مرستې به د واهګه بارډر له لارې افغانستان ته انتقال شې ، وس ی دا اجازت هم ورکړې چې ددې مرستې وړلو لپاره دې افغانستان لارۍ هم وکارول شي .
د وزیراعظم عمران دافغانستان لپاره خصوصي نماینده محمد صادق په خپل ټويټر پانړه لیکلی چې د پاکستان د هغې پرېکړې د لا اسانتیا په موخه چې له هند څخه افغانستان ته د واهګه له لارې په استثنايي ډول د بشري موخو لپاره د غنمو او درملو د لېږد اجازه ورکوي، پرېکړه شوې چې د ټرانسپورټ لپاره د افغان لاریو کارولو ته هم اجازه ورکړل شوې دې.

په ټويټ کې زیاتوي چې دا د وړاندیز شوي بشري مرستو د اسانتیا لپاره د پاکستان د حکومت ژمنتیا او جديت څرګندوي.
محمد صادق وایی چې دا پریکړه نن د بهرنیو چارو په وزارت کې د هند حکومت نماینده ته مطرح شوه. د هند له حکومته هم وغوښتل شول چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د لازمو ګامونو د پورته کولو لپاره زر تر زره ګامونه پورنه کړي چې دا بشري مرستې افغان اولس ته ورسول شي .
………….

Leave a reply