هند نه افغانستان ته د غنمو په انتقالولو کې ستونزه رامنځ ته شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
هند نه افغانستان ته د ۵۰ زره ټن غنم مرستو وړلو کې ستونزه او ځنډ مخې له راغلې دې، هند افغانستان ته غنم وړلو لپاره د پاکستان نه سیکوریټي غوښتې ده.
د جیو نیوز یو رپورټ مطابق پاکستان هند ته مشوره ورکړې وه چې ډبلیو ایف پی په ذریعه دې دا غنم افغانستان ته ولیږل شی ځکه دا نړیواله مرستندونه اداره ده او دې سره به غنم په ښه طریقه افغانستان ته ورسي.
رپورټ زیاتوي چې ډبلیو ایف پی سر باید ټوله معامه هند له لوري هواره شی ځکه دا اداره په ښه توګه دا مرسته افغانستان ته انتقالولې شي.
د رپورټ مطابق سرچینې وایی چې د پاکستان وزیراعظم عمران غواړي چې دا غنم زر تر زر افغانستان ته ورسی چې د افغان اولس مرسته په وخت وشی او په دې هیواد کې کوم خوراکی یا انساني بحران مخنیوې وشي.
د یادونې ده چې هند نه ۵۰ زره ټنه غنم افغانستان ته د پاکستان په لار رسولو منظوري د پاکستان حکومت کابینې ورکړې ده.






