د قومي کرکټ لوبغاړۍ شهنشاه آفریدي د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه کې په پینځم نمبر شو

0
251

نصیب شاه شینواري
د پاکستان د قومي کرکټ توپ اچوونکو هم په نړيوال د کرکټ ټسټ میچونو لسټ کې د ښه توپ اچوونې په وجه ځای جوړ کړې دې ، شاهین شاه افریدي چې د بنګله دیش خلاف په لوبه کې یې ښه کارکردګي وکړه د آی سي سي په ټیسټ درجه بندۍ کې درې درجې پورته شوې او د په نړيوال د ټسټ میچونه په کیریر کې ۵ پینځمې درجې ته اوچت شوې دې.

د مشرق نیور یو رپورټ مطابق شهنشاه آفریدي په چټاګانګ ټسټ میچ کې ۷ ویکټې اخیستې وې، په هم دې میچ کې یو بل پاکستانی تېز بالر حسن علي ۷ توپ وهوونکي اوسوځول او د نړیوال ټسټ کرکټ کې ی یوولسم ۱۱م مقام ته رسیدلې ده.
د یادونې ده چې شهنشاه آفریدي د قبایلي سیمې ضلع خیبر لنډیکوتل اوسیدونکې دې، ددې سیمې لوبغاړو ،ځوانانو او د کرکټ مینه والو شهنشاه آفریدی ته په ټسټ کرکټ کیریر کې په دومره ښه کارکردګې مبارکي ورکړې ده.
د کرکټ مینه وال وایی چې شهنشاه آفریدی د لنډیکوتل او د ټول پاکستان ویاړ دې او دا زمونږ ټولو لپاره د یو لوی عزت مقام او خوشحالي ده چې زمونږ د یوې روسته پاتې شوي سیمې چې د لته د سپورټ اسانتیاوي نشته ، بیا هم د شهنشاه آفریدی غونډې تکړه لوبغاړي پیدا شوي چې په نړیوال کچ د پاکستان نمایندګي کوي.

Leave a reply