د تورخم په لار نن د پاکستان څخه څه ۳۴۳۶ افغانان افغانستان ته تللی

0
47

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د انتظامی اهلکارو مطابق نن په ۲ دسمبر د پاکستان نه څه درې زره،څلور سوه شپږ دیرش ۳۴۳۶ افغانان افغانستان ته داخل شوي دي.

د تورخم اهلکارو مطابق نه په ګنر شمیر کې افغانان مریضان هم پاکستان ته د علاج لپاره راغلل، د سرچینو مطابق نن په ۲ دسمبر د افغانستان نه د تورخم په لار ۸۲ مریضان او دې مریضانو سره نور ۷۰ تنه خپل خپلوان هم پاکستان ته داخل شو.
د یادونې ده چې یو څو ورځې وړاندې د کورکمانډر پیښور لفټننټ جنرل فیض حمید د تورخم پولې ته د دوره په موقع دا اعلان شوې وو چې د افغانستان نه به ۱۰۰ مریضان پاکستان ته را داخل شی، څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو رسنیو ته ویلی وو چې د تورخم بارډر انتظامیه باید تر ۲۰۰ افغان مریضانو ته اجازت ورکړی چې پاکستان ته داخل شی، دا ځکه ، د هغه اسلامی امارت مشر مطابق هغه ویلي وو چې د افغانستان بیلا بیلو ولایتونو نه په سوونو شمیر کې افغان مریضان د تورخم په لور راځي چې پاکستان ته د علاج لپاره لاړ شي.

Leave a reply