امریکا متحده ایالتونو روسیې ته خبرداری ورکړ

امریکا متحده ایالتونو روسیې ته خبرداری ورکړ
د سپینې ماڼۍ ویاندې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د اوکراین په مسئله کې پر روسیې د فشارونو په خاطر د بندیزونو نه پرته بل کوم بدیل هم لري او که نه؟ داسې وویل ، امریکا د اوکراین سره پوځي مرستې ډیرې کړې دي.
(2021 / 12 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي روسیې ته د اوکراین په مسئله کې خبرداری ورکړ . هغې وویل چې روسیې ته خبرداری ورکوو لکه څرنګه چې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا په اړه کوم ګامونه اوچت کړي وو د اوکراین په اړه د ورته ګامونو اوچتولو نه ډډه وکړي.
جین ساکي په ورځنۍ خبري غونډه کې پدې وروستیو کې د اوکراین د مسئلې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځه په اړیکو کې د تاوتریخوالي په اړه پوښتنې ځواب کړې.
ویاندې وویل چې د مسکو لخوا د اوکراین په اړه اګرسیف سیاست او ګامونو د نږدې نه تعقیبوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې پدې اړه خپلې انديښنې او فکر په ښکاره توګه بیان کړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د اوکراین په مسئله کې پر روسیې د فشارونو په خاطر د بندیزونو نه پرته بل کوم بدیل هم لري او که نه؟ داسې وویل ، امریکا د اوکراین سره پوځي مرستې ډیرې کړې دي.
هغې وویل که چیېرې روسیه لکه څرنګه چې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا د الحاقولو په اړه ګامونه اوچت کړي وو د اوکراین په اړه هم ورته ګامونه اوچت کړي امریکا د روسیې پر خلاف ډیر زیات بدیلونه او انتخابونه لري. دا خبره مو روسیې ته په ښکاره توګه کړې ده .
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سویډن په پلازمینه ستکخلم کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د اوکراین په پوله کې د ځای په ځای شوو روسیي ځواکونو په اړه خپله اندیښنه بیان کړه.
همداشان هغه روسیې ته خبرداری ورکړ چې پر اوکراین د هر ډول پوځي مداخلې بدل به ډیر ګران وي. پر اوکراین د پوځي مداخلې په صورت کې به پر روسیې ډیر سخت بدل پرې کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې په خبري غونډه کې پر بیلاروس هم د نوو بندیزونو د لګولو نه خبر ورکړ. هغې وویل چې دا د الکساندر لوکاشینکو پر حکومت د لګول شوو بندیزونو پنځمه څپه ده. هغې د لوکاشینکو حکومت پر اروپا د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې د فشارونو راوستو په خاطر اروپايي ټولنې ته د کډوالو د قاچاق کولو په تور تورن کړ.
امریکا د نوو بندیزونو سره د بیلاروس د حکومت ۱۲ ادارات او ۲۰ تنو چارواکو نومونه د بندیزونو په لست کې شامل کړل.






