په لیبیا کې په پنځو ټاکنیزو مرکزونو وسله وال بریدونه شوي‌

0
167

په لیبیا کې په پنځو ټاکنیزو مرکزونو وسله وال بریدونه شوي‌

همداشان په لیبیا کې د حفتر تر کنټرول لاندې پارلمان بیا پدې اړه یو نوی ټاکنیز قانون تصویب کړی دی خو د طرابلس حکومت ورسره سخت مخالفت کړی او ویلي‌ دي‌ چې دا قانون ددوې لپاره په هیڅډول د منلو وړ ندی.

(2021 / 12 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  د لیبیا د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د عملیاتي‌ برخې رئیس سیعد القصابي ویلي‌ دي‌ چې یوې ډلې  وسله والو کسانو  چې ملکي‌ جامې په تن وې  د پلازمینې طرابلس په مختلفو برخو کې په پنځو ټاکنیزو دفترونو بریدونه کړي‌ دي.

  نوموړو وسله والو کسانو پدې دفترونو کې د ۲۳۸۱ تنو د رای اچونې د رای ورکوونې کارتونه سوځولي‌ او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو تن کارکوونکی  هم تښتولی دی.

د یادولو وړ ده چې لیبیا د نوامبر په ۲۴ مه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتوالی نیسي.

د ملګروملتونو په مشرۍ د لیبیا سیاسي‌ ډیالوګ فورم د تیر کال په غونډه کې په لیبیا کې د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۲۴ مه نیټه د ولسمشرۍ او پارلماني‌ ټاکنو د ترسره کولو پریکړه کړې وه.

د بله پلوه پدې هیواد کې د ټاکنو په اړه ځیني‌ اختلافات هم شتون لري.

   د لیبیا په ختیځ کې د غیرې مشروع ملیشه ځواکونو مشر خلیفه حفتر چې د دویم هیواد تابعیت هم لري د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړی دی.

  د لیبیا د اساسي‌ قانون له مخې هر هغه څوک چې دویم تابعیت ولري‌ د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماندولی نشي.

  همداشان په لیبیا کې د حفتر تر کنټرول لاندې پارلمان بیا پدې اړه یو نوی ټاکنیز قانون تصویب کړی دی خو د طرابلس حکومت ورسره سخت مخالفت کړی او ویلي‌ دي‌ چې دا قانون ددوې لپاره په هیڅډول د منلو وړ ندی.

Leave a reply