جنوبي افریقا امریکا د کرونا اوبا پۀ هکله د وروستۍ پرېکړې لۀ امله پۀ تبعیض تورنه کړه 

0
166

جنوبي افریقا امریکا د کرونا اوبا پۀ هکله د وروستۍ پرېکړې لۀ امله پۀ تبعیض تورنه کړه 

وروسته له هغه چې اومیکرون ډوله کرونا ویروس په نړۍ کې خپور شو، نو برېټانیا او امریکا وویل چې دا له جنوبي افریقا خپور شوی او له دغه هېواد سره یې پر سفرونو بندیزو ولګاوه.

 

(2021 / 11 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

جنوبي افریقا د اروپايي هېوادونو او امریکا پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښوودلی دی.

وروسته له هغه چې اومیکرون ډوله کرونا ویروس په نړۍ کې خپور شو، نو برېټانیا او امریکا وویل چې دا له جنوبي افریقا خپور شوی او له دغه هېواد سره یې پر سفرونو بندیزو ولګاوه.

اړوند موضوعات: 

د کرونا اوبا نوې بڼې لۀ امله امریکا پۀ اوو افریقايي هېوادونو د سفر بندیز ولګاوۀ 

د جنوبي افریقا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا دې ادعا ته علمي بنسټ نشته دی او د جنوبي افریقا پر وړاندې د دوی وروستۍ اقدام او د سفرونو بندیز له تبعیض ډک چلند دی.

. په وروستیو اونیو کې په نړۍ کې د کرونا نوې بڼه خپره شوې، چې چټکه او خطرناکه بلل کېږي.

تر دې دمه په امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو کې ددې ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Leave a reply