ا.ا لۀ نړۍوالو مرستندویه ادارو غوښتي چې افغانستان کې مرستې د دوی پۀ همکارۍ وکړي 

0
91

ا.ا لۀ نړۍوالو مرستندویه ادارو غوښتي چې افغانستان کې مرستې د دوی پۀ همکارۍ وکړي 

تر اوسه معلومه نه ده چې ملګري ملتونه به د نوي حکومت دې وړاندیز ته څه ځواب ولري، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې د حکومت مداخله نه مني.

 

(2022 / 1 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت د بشردوستانه مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی.

د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنیفي وایي دوی د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له افغانانو سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېروي.

د ده په وینا تر څنګ یې افغان حکومت په دې پروسه کې د شفافیت غوښتونکی دی. هغه زیاته کړې چې نړیوالې مرستندویه موسسې په تېره ملګري ملتونه باید د مرستو د تنظیم لپاره د افغان حکومت له ظرفیت کار واخلي.

د ده په خبره افغان لوری همدا راز ددې غوښتونکی دی چې مرستې په شفافه توګه او له هر ډول تبعیض پرته پر ټولو اړمنو افغانانو ووېشل شي.

اړوند موضوعات: 

د کډوالو نړۍوال سازمان وايي چې د مرستو رسونې برخه کې د چا مداخله نه منو  

تر اوسه معلومه نه ده چې ملګري ملتونه به د نوي حکومت دې وړاندیز ته څه ځواب ولري، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې د حکومت مداخله نه مني.

Leave a reply