د ټاپي پروژې امنیت ساتنې لپاره درې زره کسیزه قطعه جوړېږي

0
69

د ټاپي پروژې امنیت ساتنې لپاره درې زره کسیزه قطعه جوړېږي

د یاد وزارت په وینا، د دې قطعې د رامنځته کېدو پر طرحه کار پیل شوی او ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي.
د وزارت ویاند سعید خوستي ویلي چې دغه قطعه به د ټاپي پروژې د پلي کېدو په ساحو کې د امنیت ساتنې دنده پر غاړه ولري.

 

(2022 / 1 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې پر وړاندې هیڅ راز امنیتي خنډ نه شته دی خو د دغې پروژې د ښکېلو هېوادونو د ډاډ لپاره یوه ځانګړې امنیتي قطعه جوړوي.

د یاد وزارت په وینا، د دې قطعې د رامنځته کېدو پر طرحه کار پیل شوی او ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي.
د وزارت ویاند سعید خوستي ویلي چې دغه قطعه به د ټاپي پروژې د پلي کېدو په ساحو کې د امنیت ساتنې دنده پر غاړه ولري.

اړوند موضوعات: 

 د ا.ا.ا لومړي مرستیال او ترکمني استازو د ټاپي پروژې پۀ اړه خبرې کړي 

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هرات ولایت ته د سفر پر مهال ویلي ؤ چې اوسمهال د افغانستان امنیت ښۀ شوی او د ټاپي پروژې ړ پلي کولو وخت رارسېدلی دی.

Leave a reply