د ا.ا.ا لومړي مرستیال او ترکمني استازو د ټاپي پروژې پۀ اړه خبرې کړي 

0
180

د ا.ا.ا لومړي مرستیال او ترکمني استازو د ټاپي پروژې پۀ اړه خبرې کړي 

د یادونې ده چې ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند ترمنځ لاسلیک شوې ده خو په افغانستان کې یې عملي چارې د امنیتي وضعیت خرابوالې له امله ځنډېدلې وې.

(2022 / 1 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وفا حاجیوف او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.

د یادې لیدنې په تړاو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دغه راز ویل شوي چې په دې لیدنه کې د سیمه ییزو پروژو په تړاو خبرې شوې دي او ځانګړې توګه په افغانستان کې د ټاپي پروژې پر بیا پیل ټینګار شوی دی.

اړوند موضوعات: 

 ترکمستان وايي چې افغانستان کې د ټاپي پروژې د تدبیق وخت رارسېدلی 

Leave a reply