د جاوید احمد تر استعفاء وروسته به محی الدین چین کې د افغانستان سفارت چارې مخته وړي
د جاوید احمد تر استعفاء وروسته به محی الدین چین کې د افغانستان سفارت چارې مخته وړي
هغه زیاته کړې وه چې محی الدین سادات د لومړي سکرټر په توګه ور معرفي شوی دی او نوموړی به د یاد سفارت سرپرستي کوي.
د یادونې ده چې سید محی الدین سادات په نړیوالو حقوقو کې ماسټري لري او له ډېره وخته راهیسي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی و.
(2022 / 1 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا بهرنیو چارو وزارت وایي، په پام کې لري چې په چین کې د افغانستان سفارت ته نوی سفیر ولېږي.
ویل کېږي چې سید محی الدین سادات دغه هیواد ته د لومړي سکرتر او شارژدافیر په توګه لیږل شوی دی.
تر دې وړاندې په چین کې د افغانستان پخواني سفیر جاوید احمد قایم ویلي وو چې د شخصي ستونزو له امله یې په بیجینګ کې د سفیر په حیث له خپلې دندې استعفا کړې ده.
هغه زیاته کړې وه چې محی الدین سادات د لومړي سکرټر په توګه ور معرفي شوی دی او نوموړی به د یاد سفارت سرپرستي کوي.
اړوند موضوعات:
چین کې د افغانستان سفیر لۀ خپلې دندې استعفاء وکړه
د یادونې ده چې سید محی الدین سادات په نړیوالو حقوقو کې ماسټري لري او له ډېره وخته راهیسي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی و.