چین کې د افغانستان سفیر لۀ خپلې دندې استعفاء وکړه
چین کې د افغانستان سفیر لۀ خپلې دندې استعفاء وکړه
جاوید احمد قایم ویلي چې د سفارت د اجناسو اووه مخیزه مکمل لست او د سفارت په اکاونټ کې د پاتې پیسو حساب یې له کابل سره شریک کړي دی.
قایم همدارنګه ویلي که چیرې اړتیا پیدا شي بیا هم خدمت ته حاضر دی.
(2022 / 1 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم له خپلې دندې استعفی ورکړه.
نوموړي نن دوشنبه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نور یې پر دغه دنده خپل موثریت نه لیده نو ځکه یې دنده پرېښودل: “زه کار د معاش لپاره نکوم.
باید خپل موثریت ووینم. نور می دغه موثریت نه لید. نه له فکری اړخه او نه هم له تخنیکی اړخه.”
هغه زیاته کړې چې له تیرو پنځو میاشتو یې معاش نه دی اخیستی او په خبره یې د سفارت مصارف یې د شته امکاناتو څخه برابرول.
جاوید احمد قایم ویلي چې د سفارت د اجناسو اووه مخیزه مکمل لست او د سفارت په اکاونټ کې د پاتې پیسو حساب یې له کابل سره شریک کړي دی.
قایم همدارنګه ویلي که چیرې اړتیا پیدا شي بیا هم خدمت ته حاضر دی.