د صفونو د تصفيې کمیسیون وايي چې تر اوسه مو ۲ نیم زره کسان لۀ خپلو لیکو اېستلي دي
د صفونو د تصفيې کمیسیون وايي چې تر اوسه مو ۲ نیم زره کسان لۀ خپلو لیکو اېستلي دي
دغه کمېسیون زیاتوي، یو شمېر ولایتونو کې یې د خپلو ځواکونو صفونه بشپړ تصفیه کړي او پاتو صفونو کې هم دغه لړۍ روانه ده. د یاد کمېسیون په خبره، تر دې دمه دې کمېسیون څه باندې دوه نیم زره کسان له خپلو لیکو د بېلابېلو جرمونو په تور ایستلي دي.
(2022 / 1 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د صفوفو د تصفیې کمېسیون وایي، د هغو کسانو د نیولو او مجازاتو ته ژمن دی چې له خلکو سره بد چلند او یا هم پرې نور تورونه وي.
دغه کمېسیون زیاتوي، یو شمېر ولایتونو کې یې د خپلو ځواکونو صفونه بشپړ تصفیه کړي او پاتو صفونو کې هم دغه لړۍ روانه ده. د یاد کمېسیون په خبره، تر دې دمه دې کمېسیون څه باندې دوه نیم زره کسان له خپلو لیکو د بېلابېلو جرمونو په تور ایستلي دي.
ورته مهال پوځي شنونکي وايي، چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو که چېرې د اسلامي امارت صفوف تصفيه نهشي، نو ډېرې ستونزې به جوړې کړي.
اړوند موضوعات:
د صفونو د تصفیې کمیسیون رئیس وايي چې د ا.ا پۀ اردو کې د نفوذي کسانو شتون نشو ردولی
د پوځي چارو شنونکي وايي، د صفوفو د تصفیې په تړاو د اسلامي امارت وروستي اقدامات ګټورې پايلې لرلی شي او له دې سره به د ناوړه ګټه اخیستنو مخنیوی وشي.