د اوکراین پر سر لۀ روسیې سره ناندرۍ، اروپايي ټولته بېړنۍ غونډه جوړوي 

0
133

د اوکراین پر سر لۀ روسیې سره ناندرۍ، اروپايي ټولته بېړنۍ غونډه جوړوي 

د اوکراین او روسیې ترمنځ ناندرۍ هغه مهال پراخې شوې چې ناټو غوښتل په اوکراین کې لا ډېر سرتېري ځای پر ځای کړي خو دا اقدام د روسیې له غبرګون سره مخ شو او د اوکراین له پولې سره یې سل زره سرتېري ځای پر ځای کړل.

(2022 / 1 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین پر مسئله بېړنۍ ناسته کوي.

د ناټو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه غونډه به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کېږي او په هغه کې به د اوکراین او روسیې پر ناندریو او احتمالي اقداماتو خبرې کېږي.

په دې غونډه کې به د امریکا او غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او ټول به په یوه خوله د روسیې پر وړاندې خپل دريځ اعلانوي.

اړوند موضوعات: 

سپینې مانۍ روسیې ته خبرداری ورکړی چې پۀ اوکراین د برید پۀ صورت کې به لوړه بیه پرې کړي 

Leave a reply