سپینې مانۍ روسیې ته خبرداری ورکړی چې پۀ اوکراین د برید پۀ صورت کې به لوړه بیه پرې کړي 

0
134

سپینې مانۍ روسیې ته خبرداری ورکړی چې پۀ اوکراین د برید پۀ صورت کې به لوړه بیه پرې کړي 

په ټلیفوني اړیکه کې، بایډن د ناټو او روسیې د شورا او همدارنګه په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې په ناټو کې د دوه اړخیز ستراتیژیکي ثبات د خبرو اترو ملاتړ څرګند کړ.

 

(2021 / 12 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین پر سر د کړکېچ پر کمولو خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، بایډن له روسیې غوښتي چې له اوکراین سره ترینګلتیا کمه کړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، بایډن ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړی چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي، امریکا او متحدین به یې پرېکنده ځواب ورکړي.

په ټلیفوني اړیکه کې، بایډن د ناټو او روسیې د شورا او همدارنګه په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې په ناټو کې د دوه اړخیز ستراتیژیکي ثبات د خبرو اترو ملاتړ څرګند کړ.

د راپورونو له مخې دغه ټلیفوني اړیکه د پوتین په غوښتنه شوې وه او دواړو مشرانو مخکې د اوکراین په اړه خبرې کړې وې.

اړوند موضوعات: 

برای مقابله با حمله احتمالی روسیه جوانان اوکراینی آموزش نظامی می‌بینند

مسکو په تېرو دوو میاشتو کې له اوکراین سره خپلې پولې ته څېرمه لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

دې کار په امریکا او متحدینو کې اندېښنې راپارولي او داسې ګنګوسې یې زیاتې کړي چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي.

Leave a reply