سیګار د ا.ا.ا څخه غوښتي چې افغان مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړي

سیګار د ا.ا.ا څخه غوښتي چې افغان مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړي
له دې سره جوخت په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم ویلي چې افغان مېرمنو ته دې د کار او زده کړو حق ورکړل شي او نوی حکومت دې ډاډ ورکړي، چې افغانستان بشري حقونو ته درناوی لري او په دې هېواد کې ټول وګړي له مساوي بشري حقونو برخمن دي.
(2022 / 1 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سیګار وایي په افغانستان کې دې مېرمنو ته د کار حق ورکړل شي.
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار ویلي چې د افغانستان څه باندې ۲۲ سلنه کاري قوه مېرمنې تشکیلوي نو که دوی له کار محرومېږي پراخ فقر به افغانستان تر دې هم وځپي.
سیګار وايي په افغانستان کې باید د مېرمنو د حقونو درناوی وشي او په دې توګه دې کورنۍ له فقر او بېوزلۍ وژغورل شي.
له دې سره جوخت په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم ویلي چې افغان مېرمنو ته دې د کار او زده کړو حق ورکړل شي او نوی حکومت دې ډاډ ورکړي، چې افغانستان بشري حقونو ته درناوی لري او په دې هېواد کې ټول وګړي له مساوي بشري حقونو برخمن دي.
اړوند موضوعات:
بل خوا نوی حکومت بیا وایي چې دوی د مېرمنو کار او زده کړو ته ژمن دي خو مناسب چاپېریال ورته برابروي.





