د امریکا ښځینه سناتورانو لۀ بایډن نه غوښتي چې بایډن باید د افغان مېرمنو د زده کړو لپاره ځانګړې طرحه ولري 

0
76

د امریکا ښځینه سناتورانو لۀ بایډن نه غوښتي چې بایډن باید د افغان مېرمنو د زده کړو لپاره ځانګړې طرحه ولري 

امریکایي سناتورانې وايي د امریکا حکومت باید ژر تر ژره د مرستندویه بنسټونو او ملګرو ملتونو له لارې په افغانستان کې د بېوزله مېرمنو لاسنیوی وکړي، د زده کړو لپاره یې دې هڅې وکړي او له مرستندویه بنسټونو سره دې د خپلې همکارۍ څرنګوالی روښانه کړي.

(2021 / 11 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د سنا ټولو ښځينه غړو له بایډن غوښتي چې د افغان مېرمنو د حقونو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

دغه سناتورانو په یوه لیک کې د بایډن له ادارې غوښتي چې ژر تر ژره دې امریکایي سناتورانو ته په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو خوندي کولو او له دوی سره د مرستې لپاره خپله طرحه او پلان روښانه کړي.

اړوند موضوعات: 

امریکايي سناتور: د بایډن بېکیفایتۍ افغانستان لۀ سترې فاجعې سره مخ کړ 

دوی وايي په افغانستان کې له نوو تحولاتو سره مېرمنې زده کړو او کار ته لاسرسی نه لري او بشري مرستو ته اړتیا لري.

Leave a reply