د ا.ا.ا: نړۍوال دې کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي؛ امنیت يې تأمینوو

0
159

د ا.ا.ا: نړۍوال دې کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي؛ امنیت يې تأمینوو

د شاهین په خبره امنیتي ځواکونه د ديپلوماتیکو ماموریتونو ساتلو ته ژمن دي او افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونه په ډاډه زړه په افغانستان کې ديپلوماتیک ماموریتونه ولري او له افغانانو سره مرستې وکړي.

 

(2022  / 1 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

افغان حکومت وایي په کابل کې د ټولو ديپلوماتیکو ماموریتونو امنیت تامینوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نوي حکومت له لوري نومول شوی دایمي استازی سهیل شاهین وایي، هر هغه هېواد چې غواړي په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت له سره پيل کړي دوی یې د امنیت تامین ته ژمن دي.

د شاهین په خبره امنیتي ځواکونه د ديپلوماتیکو ماموریتونو ساتلو ته ژمن دي او افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونه په ډاډه زړه په افغانستان کې ديپلوماتیک ماموریتونه ولري او له افغانانو سره مرستې وکړي.

اړوند موضوعات: 

احمدالله وثیق ویلي چې ژر به اندونیزیا بېرته پۀ کابل کې خپل سفارت پرانیزي 

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی له سیمې او نړۍ سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکې غواړي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

Leave a reply