احمدالله وثیق ویلي چې ژر به اندونیزیا بېرته پۀ کابل کې خپل سفارت پرانیزي 

0
233

احمدالله وثیق ویلي چې ژر به اندونیزیا بېرته پۀ کابل کې خپل سفارت پرانیزي 

د طالبانو مرستیال ویاند وایي، چې د اندونیزیا حکومت په کابل کې خپل ډيپلوماتیک فعالیت بېرته پیلوي.

احمدالله وثیق نن چهارشنبه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، اندونیزیا به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت هم پرانیزي.

هغه دغه راز لیکلي، چې اسلامي امارت د اندونیزیا هېواد د پرېکړې هرکلی کوي او دا اقدام به د دواړو هېوادونو د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا سبب شي.

تر دې وړاندې یو شمېر اندونیزیايي رسنیو لیکلي وو، چې اندونیزیایي چارواکي غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

اړوند موضوعات: 

اندونیزیا ویلي چې ژر به بیا ځلي پۀ کابل کې خپل سفارت پرانیزي 

تر دې وړاندې سعودي عربستان او اماراتو هم په کابل کې خپل قونسلي چارې پیل کړې وې. په ورته مهال د جرمني بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې به د خپل سفارت کارکوونکي بېرته کابل ته واستوي.

د یادو هېوادونو سفارتونه په داسې مهال په کابل کې خپلې چارې بېرته پیلوي، چې د طالبانو حکومت لا هم د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

Leave a reply