شل زره افغانان المان ته د تګ په تمه دي؛ چرمني وايي فرصت ته پۀ کتلو خپل افغان همکاران باسو

0
217

شل زره افغانان المان ته د تګ په تمه دي؛ چرمني وايي فرصت ته پۀ کتلو خپل افغان همکاران باسو

د الماني چارواکو په خبره په دې کې خبریالان، د بشري حقونو فعالین، مدني فعالین، د الماني مرستندویه موسسو او نورو بنسټونو افغان همکاران او نور داسې کسان شامل دي چې ژوند ته یې ګواښونه رامنځ ته کېدلی شي.

 

(2022 / 1 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د الماني رسنیو د راپورونو له مخې دمګړی شل زره داسې کسان د الماني حکومت له لوري مشخص شوي، چې باید له افغانستان و ایستل شي او په المان کې ځای پر ځای شي.

د الماني چارواکو په خبره په دې کې خبریالان، د بشري حقونو فعالین، مدني فعالین، د الماني مرستندویه موسسو او نورو بنسټونو افغان همکاران او نور داسې کسان شامل دي چې ژوند ته یې ګواښونه رامنځ ته کېدلی شي.

المان وایي چې تر دې دمه یې سلګونه کسان له افغانستان ایستلي دي خو هڅه کېږي چې پاتې کسان هم فرصت ته په کتو و ایستل شي.

اړوند موضوعات:

امریکا وايي چې خپلو افغان همکارانو او د امریکا دایمي اسناد لرونکو د لېږد لپاره ژمن یو 

المان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې افغان حکومت د لا ډېرو افغانانو د وتلو مخالف دی او له خلکو غواړي چې دلته پاتې شي او د خپل هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

Leave a reply